انصار:( د لړم دویمه)؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د یادې ادارې یو لوړ پوړی پلاوی د روسیې په بلنه د دغه هېواد استراخان ښار ته تللی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یو دولتي پلاوی د روسیې فدرا تیف په رسمي بلنه په استراخان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د غه هېواد ته تللی.
سرچینه زیاتوي په پام کې ده چې د دې ادارې عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت په استراخان نړیوال فورم کې وینا وکړي.
نوموړی به د دې ادارې لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې او د غونډې ګډونوالو ته به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې له چین څخه لسګونه واګونه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته را ورسېدل.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27988